ژبه

طالبانو خپل يو قوماندان وواژه

چاريکار (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٢): د سيمې خلک او چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د قاري رسول په نوم خپل يو قوماندان، د يو بل طالب قوماندان او د هغه د ساتونکي د قتل په تور وژلى دى.

د سياه ګرد امنيه قوماندان سمونوال يارمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ سيمه ييز طالب قوماندان قاري رسول د ابوبکر په نوم د طالبانو يو بل قوماندان او د هغه ساتونکى په يو کمين کې ووژل.

په سياه ګرد کې د امر ستار په نوم يو قومي مشر او د سيمې يوه بل اوسېدونکي هم د امنيه قوماندان څرګندونې تاييد کړې.

د ستار د معلوماتو له مخې، قاري رسول تېره ورځ د سياه ګرد ولسوالۍ د قمچاق درې د جان محمدخېلو په سيمه کې ابوبکر او د هغه ساتونکى وژلي وو.

د هغه په وينا، وروسته په همدې ورځ وسله والو طالبانو قاري رسول، چې د طالبانو قاضي هم و، ونيو او د قمچاق درې په قلاتک کلي يې پر ډزو وواژه.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع