لښکرګاه،کندهار :(پژواک،٦کب ٩٢):په هلمند او کندهار کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي .
د هلمند د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې اوو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او يو تن يې ژوندى نيولى دى.
ددغه قوماندانۍ د مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان دكب په ۶ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د پوليسو د ځانګړې قطعې له لوري تېره ورځ ناوخته د نهرسراج د مخطركلا په سيمه كې ترسره شوي دي.
چوپان وايي، دا عمليات د وسله والو طالبانو په يوپټنځاى ترسره شوي، چې په کې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
نوموړي وويل، په دې عملياتو كې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى او دجمعه خان په نامه په کې يو ماين خښوونكى ژوندى نيول شوى دى.
هغه وايي، چې په دغو عملياتو کې ۱۵ كړۍ ماينونه هم نيول شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د ګرشک په نهرسراج كې يې پنځه او د موسى كلا او شوراب په سيمه كې يې څلور كورني سرتېري د ماين په چاودنو كې وژلي دي.
بله خوا د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې دغلته د عملياتو په ترڅ کې يې ٨ وسلوال طالبان وژلي او شمېر وسلې او نشه يي توکي يې هم نيولي دي.
ددغه ولايت د مقام له دفتره د کب په ٦مه پژواک ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې دا عمليات د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو له لوري د پنجوايي ولسوالۍ د سيدانو په کلي کې ترسره شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن