کابل (پژواک ٤ ورى ٩٣): د نورستان والي وايي،چې که په دغه ولايت کې له لارو د واورې په پاکولو او د واورې ښويېدنو په مخنيوي کې ورسره مرسته ونه شي، د نورستان ډېرې سيمې به له ستر ناورين سره مخ شي.
والي حافظ عبدالقيوم د وري په ٤مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې له تېرو ١٥ ورځو راهيسې په دغه ولايت کې سختې واورې وريږي، چې له امله يې نهه تنه ژوبل شوي، په سلګونه کورونه ويجاړ شوي او د ټولو ولسواليو او کليو تر منځ لارې تړل شوې دي. والي وايي: ((واوره لا هم روانه ده، د مرکز پارون لويه لاره له ولسواليو او کليو سره تړل شوې، په ډېرو سيمو کې برفکوچونه راغلي او سخت زيانونه يې اړولي دي.)) نوموړى زياتوي، په دغه ولايت کې له شته امکاناتو په ګټې اخيستنې په ډېرو سيمو کې واورې پاکې شوې، خو پر شته امکاناتو نه شي کېداى ټولې لارې پاکې کړي. حافظ عبدالقيوم چې تازه دغه ولايت ته د والي په توګه تللى، غوښتنه وکړه، چې اړوندې ادارې بايد په دې برخه کې مرسته وکړي. هغه وايي: ((موږ په ټول نورستان کې ٢ د واورې پاکولو بلډوزر لرو خو دا بسنه نه کوي، زه له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوم، چې نورستان ته مرستندوى ټېمونه راولېږي.)) د والي په وينا، د دغه ولايت پر مرکز پارون سربېره د برګمټال، دواب او واما ولسواليو او يو شمېر سيمو کې لا هم واوره ورېږي او ډېرې سيمې يې لاندې کړې دي.
د نوموړي په خبره، د واما ولسوالۍ د چتراس په سيمه کې٦٠ برفکوچونه راغلي او د دواب په سنګ پل سيمه کې د يو کيلومتر په اندازه غر را ښويېدلى، چې له امله يې لاره بېخي بنده شوې ده. نوموړي وېره څرکنده کړه، چې که په دغه ولايت کې د واورې پاکولو او برفکوچونو د مخنيوي په برخو کې هڅې ونه شي، ښايي په ډېرو سيمو کې ځايي اوسېدونکي له ستر ناورين سره مخ شي. هغه زياته کړه: ((لارې تړلې دي، په ډېرو سيمو کې کلي د واورو په منځ کې بند پاتې دي که چېرې لارې خلاصې نه شي او واورې دوام پيدا کړي، ښايي د خلکو د خوراکي توکو شته ذخيرې ختمې شي او له ستر ناورين سره مخ شي.)) حافظ عبدالقيوم وايي، ددغو واورو دوام او شته برفکوچونه به په راتلوونکو ټولټاکنو هم بده اغېزه ولري. دى زياتوي: ((ټولې لارې تړلې دي، چې همداسې بندې پاتې وي، خو ټاکنې به څنګه وشي؟ او که ټاکنې وشي ، نو بيا به هم د رايو د انتقال چارې له ستونزو سره مخ وي.)) نورستان په ختيځ کې يو غرنى ولايت دى، چې د پسرلي تر وروستيو پورې يې هم په ډېرو سيمو کې واورې وريږي، خو ولايتي چارواکي وايي، چې د سږني کال واورې په تېرو ١٥ کلونو کې بې سارې وې.










