منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د نيمروز والي سره له دوو نورو چارواکو له وسله وال بريده روغ ووتل

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۲ کتنې

زرنج (پژواک ٨ ورى ٩٣): د نيمروز والى سره د دې ولايت له امنيه قوماندن او د امنيت سره يوځاى له وسله وال بريده روغ وتلي دي.

د نيمروز والي اميرمحمد اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى دلارام ولسوالۍ ته په يوې غونډ کې د ګډون لپاره روان وو، چې نن غرمه مهال شاوخوا دولس نيمې بجې پرې دې سيمې ته نږدې وسله والو طالبانو بريد کړى دى.

د هغه په وينا، تر بريد وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه، چې په ترڅ کې يې يواځې د امنيت ملي موټرچلوونکى وژل شوى او نور هېچا ته زيان نه دى اوښتى.