غزني ښار-تالقان (پژواک ١٣ غويى ٩٣): د غزني او تخار ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې څلورو پوليسو او ١٣ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وخته د قره باغ ولسوالۍ د ميرويس کلا په سيمه کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر ځواکونو بريد کړى و.
هغه زياته کړه چې د ملي اردو ځواکونو په ځوابي بريد کې د وسله والو دوه قوماندانان ملا عبدالله او ملا عبدالرازق په ټپي حالت کې نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې وسله والو ته نوره مرګ ژوبله هم اوښتې، خو دى يې په اړه معلومات نه لري.
همداراز نوموړى وايي، چې تېره ورځ ناوخته وسله والو د غزني ده يک ولسوالۍ د رباط په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى و، چې په ځوابي بريد کې اوه وسله وال وژل شوي او ٦ نور ټپي شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوى دى.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، په تخار ولايت کې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک ته وويل چې وسله والو د دغه ولايت په درقد ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى و.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.