تالقان – غزني(پژواک،١٤غويي٩٣): چارواکي وايي، چې په بېلابېلو پېښو کې ٦طالبان وژل شوي او ١٢ يې ژوندي نيولي دي.
د تخار امنيتي چارواکي وايي، چې ددغه ولايت په چاه اب او رستاق ولسواليو کې يې ، ۳ وسله وال وژلي او ۱۲ نور يې ژوندي نيولي دي.
ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير وايي، نن سهار ۹ بجې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه پيل شوې او تر اوسه هم دوام لري.
نوموړي پژواک ته وويل، چې په دغه نښته کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې؛ خو پوليس په کې زيانمن شوي نه دي.
دى زياتوي، دغه طالبان په درقد ولسوالۍ کې د دوه پوليسو له وژلو وروسته له سيمې تښتېدلي و، چې نن سهار چاه اب او رستاق ولسواليو ته له رسېدو سره سم پرې د سيمې د خلکو له لوري بريد شوى او وروسته بيا امنيتي ځواکونه هم ورسېدلي دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تېمور پژواک ته وويل، چې په دې جګړه کې ۴ راکټونه او ۱۰ کلاشينکوفونه هم د پوليسو لاسته ورغلي.
تېمور وايي، چې دوى اوس مهال د کوکچې د پورې غاړه په شپږو ولسواليو کې د مخالفينو د ځپلو په موخه، عمليات پيل کړي دي.
بله خوا د غزني امنيتې چارواکي وايي، چې د يوې نښتې په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي دي.
دغزني دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر اسدالله انصافي د غويي په١٤مه پژواک ته وويل، چې نن غرمه مهال دغزني دقره باغ ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلوساتوونکو سره د ښار پر لور روان و ، چې د ملانوح بابا سيمې ته نږدې پرې د ماين چاودنه وشوه او وروسته وسله والو نښته هم پيل کړه.
دى وايي، چې په چاودنه کې پوليسوته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د نښتې په ترڅ کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او يو په تيښته بريالى شو.
انصافې وايي، چې د وژل شويو وسله والوطالبانوجسدونه په سيمه کې پاتې دي.
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهدوايي، چې دغزني په ګيلان ولسوالۍ کې يې ديوې چاودنې پر مهال امنيتې ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.