جلال اباد (پژواک ١٥ غويى ٩٣): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د عامې روغتيا له خوا اوه خصوصي روغتونونه وتړل شول.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې ټول ١٣ روغتونونه موجود دي چې شپږ يې د فعاليت جواز نه لري او يو بل غير معياري دى.
هغه زياته کړه چې په تړل شوو روغتونونو کې د عمر کمالي، ايمل جراحي، الشفاء، اريانا دانشمل، اريانا ننګرهار، باختر ننګرهار او ناصري روغتونونه شامل دي.
دى وايي، هغه روغتونونه چې جواز نه لري بايد جواز ترلاسه کړي او پاتې يو روغتون بايد معياري خدمات وړاندې کړي.
د کامه وال په خبره چې څلور روغتونونه وستايل شول او يو بل روغتون ته توصيه وشوه.
نوموړي دا هم وويل چې په يو شمېر روغتونونو کې بهرني اتباع هم پر کار بوخت دي، خو د افغانستان د کار د قانون له مخې دوى کوم جواز نه لري او په کار ده چې جوازونه ترلاسه کړي.
دى وايي: ((موږ د بهرنيانو د کار مخالف نه يو، خو په کار ده چې د افغانستان له قانون سره سم پر مخ ولاړ شي.))
د عامې روغتيا د رييس په خبره چې د دوى اندېښنه له هغو جنايي او جرمي قضاياوو ده چې له ثبت پرته په دا ډول غيرې قانوني روغتونونو کې تداوي کېږي.
د کامه وال په وينا، يو شمېر ډاکتران پر يو وخت هم د ننګرهار په سيمه ييز روغتون کې رسميات لري او هم په يو شمېر شخصي روغتونونو کې.
دى وايي چې په دې اړه به څېړنې کوي او يو قاطع ګام به پورته کوي.
پژواک اژانس هڅه وکړه چې د تړل شوو روغتونونو له مسوولينو سره خبرې وکړي خو له خبرو کولو يې ډډه کوله.
د جلال اباد ښار اوسېدونکى رفيع الله پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار په يو شمېر خصوصي روغتونو کې غيرې قانوني کړنې روانې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د نورو جنايي جرمونو تر څنګ په يو شمېر خصوصي روغتونونو کې ماشومان په قصدي ډول ضايع کېږي.
ده زياته کړه: ((نننى کوم عمل چې د عامې روغتيا له لوري وشو، دا بايد تکرار شي او په هره مياشت کې روغتونونه تعقيب شي.))
دى وايي چې د عامې روغتيا چارواکي بايد له درملتونونو هم څارنه او نظارت وکړي.
د نويداحمد په نوم د بهسودو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې په خصوصي روغتونونو او کلينيکونو کې غير معياري خدمات وړاندې کېږي.
هغه زياته کړه: ((زما پلار ناروغ و، د دريو کلينيکونو ډاکټرانو ورته درى بېلابېل ډول تشخيصونه وکړل او قوي درمل يې وکړل، چې نږدې يې وژلى و.))
د نوموړي په وينا، په بېړنۍ توګه يې پلار پېښور ته ولېږداوه، هلته تر معايناتو وروسته يې ډاکټرانو بل ډول تشخيص وکړ.