منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

هلمند کې د دوو ښوونځيو د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

لښکرګاه (پژواک ۱۵غويى ۹۳): د هلمند چارواکي وايي، د هلمند په ګرمسېر او ناوې ولسواليو کې د دوو ښوونځيو د ودانيو د بنسټ ډبرې  کېښودل شوې.

د هلمند مرستيال والي احمد مسعود بختور د غويي په ۱۵مه خبريالانو ته په سيمه کې وويل، چې په ناوې ولسوالۍ کې يې د کرنې مسلکي لېسې او د ګرمسېر د دروېشانو په سيمه کې يې  د يوه لومړني ښوونځي د بنسټ ډبرې کېښودې.

نوموړي زياته کړه، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې نورو ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړي.

بلخوا د دغه ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر پژواک ته وويل، د ناوې ولسوالۍ په مرکزي سيمه کې د کرني لېسه، چې  دوه بلاکونه، ۱۶ درسي خونې به ولري د سپډ پروګرام له خوا د نږدې ١٦ ميليونه افغانيو له لګښت جوړېږي.

د ده  په وينا، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د سلګونه زده کوونکو د ځاى ستونزه هواره شي.

د جعفر په وينا، چې په همدې وخت کې د يوه لومړني ښوونځي لپاره د ګرمسېر ولسوالۍ په دروېشانو سيمه کې د همدغه پروګرام  له خوا د۱۲ ميليونه افغانيو په لګښت د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.

نوموړي وويل، دغه ودانۍ هم پر نورو ملحقاتو سربېره ۱۲ درسي خونې لري، چې د راتلونکي يوه کال په موده کې به جوړه شي.

هغه زياته کړه، د دغه ولايت په کچه  ګرمسېر يوازېنۍ ولسوالۍ ده، چې ټول ۴۰  ښوونځي په کې فعال دي او له دې ډلې ۳۴ يې ودانۍ هم لري.

د يادولو ده، په هلمند کې له ۳۸۲  ښوونځيو ۲۵۲ فعال دي، چې ۱۶۸ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي، چې ۴۰ سلنه يې نجونې دي.