منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل هوايي ډګر کې د اريانا يوې الوتکې بېړنۍ ناسته وکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک ١٨ غويى ٩٣): څو شېبې وړاندې د کابل په هوايي ډګر کې د اريانا هوايي شرکت يوې الوتکې د تخنيکي عوارضو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده، خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى.

د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال حقنواز حقيار، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر په شاوخوا پنځه نيمو بجو د افغان هوايي شرکت يوه بوينګ ٧٣٧ الوتکه د راښکته کېدو پرمهال له خپلې ځغاست ليکې وتلې او تخنيکي عوارض يې پيدا کړي دي.

ده زياته کړه، د دې الوتکې مساپرين چې له هندوستان څخه کابل ته رالېږدول کېدل، ټول خوندي دي، خو يو شمېر کسان د الوتکې د ټکانونو له امله برسېرن ټپيان دي.

په سيمه کې د جاوېد په نوم يو عيني شاهد وايي، ياده الوتکه چې ښکته شوه او غوښتل يې چې ودرېږي، په همدې مهال يې مخکينۍ برخه له ځمکې سره ولګېده او اور يې واخيست.