ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بالابلوک په  جګړه کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بالابلوک په جګړه کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
9 May 2014 - 21:38
د بالابلوک په  جګړه کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
9 May 2014 - 21:38

فراه ښار (پژواک،۱۹غویی۹۳): د فراه ولایت مسوولین وایي چې په بالابلوک ولسوالۍ کې دیوې نښتې په ترڅ کې  ۳۱ دولتي سرتیری او ۱۶ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځایي امنیتي مسوولین وایي چې  لسګونو وسلوالو مخالفینو د غویي په ۱۹مه، سهار وخته په بالابلوک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل او جګړه د ورځې ناوخته پورې یې دوام درلود.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند حمد جاوېد کارکر پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په دې جګړه کې د ملا عبدالسلام په ګډون شپږ طالبان وژل شوی او لس  نور يې ټپیان شوي دي.

کارګر وايی، چې په دې جګړه کې یواځې دری د عامه نظم سرتیری سطحی ژوبل شوی دی او اوسمهال ټول سیمه د امنیتی ځواکونو تر اغیزی لاندی دی او طالبان د سیمي نه په تیښته اړ شوي دي.

خو د فراه  د ولایتی روغتون یو چارواکي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وویل چې دوی ته له یادې جګړې څخه د اوو سرتیرو جسدونه او ۲۴ سرتیري په ټپي حالت کې راوړل شوي دي.

د سرچینې په وینا، وژل شوي کسان د عامه نظم پولیس دي او په پولیسو کې ۲۲ پولیس او دوه د اردو سرتیري دي.

دبلابلوک ولسوالۍ د شوان په جګړه کې ټپي شوی د عامه نظم پولیس پژواک اژانس ته په روغتون کې وویل چې نن سهار ۵بجی د څلور سوه پر شا و خوا وسله والو طالبانو دشیوان او ګنج آباد سیمو کې پرعامه نظم پوستو باندی بریدونه پیل کړل.

هغه زیاته کړه : (( وسلوالو طالبانو په دغه جګړه کې د هاوان، راکټ او لاسی بمونه څخه کار اخیستل چې په ترڅ کې زموږ ګن شمیر ملګري مړه او ژوبل شول او زمونږ دوه پوستی یو په شیوان او بل په ګنج آباد کې طالبانو ونیول.))

محمودشاه وویل چې په دې جګړه کې یې ګڼ شمیر وسلوالو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د طاللبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې په دې جګړه کې ۳۳ عسکر وژل شوي ، ۲۶ ژوبل کړي  او یو شمیر وسلې او مهمات یې لاسته راوړي دي.

هغه په دې جګړه کې د خپلو دوو ملګرو وژنه او ۴ ټپي کیدل تایید کړل.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.