ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٢٧ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

د ٢٧ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

author avatar
15 May 2014 - 20:32
د ٢٧ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو
author avatar
15 May 2014 - 20:32

فراه ښار( پژواک ٢٥ غويى ٩٣): چارواکو په فراه او پکتيکا ولايتونو کې ٤٢ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړ.

د فراه امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې د دې څرګندونو ترڅنګ راغلي، چې د دولتي ځواکونو  په څلور ورځنيو عملياتو کې ١٩ مشکوک کسان نيول شوي هم دي .

سرچينه ليکي، چې دغه عمليات د يادې ولسوالۍ په ګنج اباد، سه جنګل، کال کلا، شيوان او ځينو نورو سيمو کې تر سره شوي، چې په ترڅ کې يې ١٧ طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شويو کسانو کې يو طالب قوماندان ميرويس قاري هم شامل دى.

د امنيه قوماندانۍ د څرګندونو له مخې، په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او عمليات لا هم دوام لري. 

د شيوان د سيمې اوسېدونکي خيرمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو عملياتو پر مهال په شيوان کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي .

دى وايي، چې د دې ولسوالۍ په ځينو نورو سيمو کې هم عمليات تر سره شوي ، خو دى يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د هغه په وينا، وسله وال طالبان له بالابلوک ولسوالۍ څخه د دې ولايت پشترود، بکوا او خاکسفېد ولسواليو ته تللي دي.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون د لسو وسله والو د وژلو خبر ورکړل شوى دى.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل د غويي په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، دغو وسله والو غوښتل، چې د پوليسو پر  ځينو امنيتي پوستو بريدونه وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د کشفي معلوماتو پر بنسټ په سيمه کې د ګډو ځواکونو له خوا د هغوى پرضد عمليات پيل شول، چې په پايله کې يې د سرروضې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا معصوم په ګډون لس وسله وال ووژل شول.

دی زياتوي، له وژل شويو وسله والو څخه يو شمېر سپکې اودرنې وسلې هم ترلاسه شوې دي.

امنيه قوماندان وايي: ((د يادو وسله والو مړي له پوليسو سره دي، موږ به د هغوی مړي او وسلې ډېر ژر خبريالانو ته وښيو.))

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.