تالقان (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): د تخار د خواجه بهاالدين په ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله يو تن وژل شوى او د سرحدي پوليسو د دوو سرتېرو په ګډون ۱۶تنه ټپيان شول.
د خواجه بهاءالدين ولسوال احمدجاوېد د غويي په٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چاودنه نن غرمه ۱۲ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې څو سرحدي پوليسو د خواجه بهاءالدين په بازار کې سودا اخيسته.
جاوېد وايي، چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله د سرحدي پوليسو پر موټر شوې ده.
ولسوال وويل: ((په يوه موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په واسطه ورته چاودنه ورکړل شوې، د سرحدي پوليسو د ٢سرتېرو په ګډون ۱۶ ملکيان ژوبل شوي او يو بل وژل شوى دى.))
احمد جاويد وايي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته لومړى د يوه مړي په ګډون، د ولسوالۍ روغتون ته ۱۱ ټپيان ور وړل شوي وو خو وروسته بيا ۵ کسه نور ټپيان هم ور وړل شول.
ولسوال وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او درملنه يې همدلته په ولسوالۍ کې کېږي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند بيا د پېښې پړه په وسله والو طالبانو اچوي او زياتوي، مخالفين غواړي چې سيمې ناکرارې کړي.
پژواک خبري اژانس ته سمونيار عبدالخليل اسير وويل، د مخالفينو په دې ډول بريدونو کې ډېرى ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوړي.
ده وويل: ((دغه پېښه د مخالفينو له لوري رامنځته شوې، غواړي سيمه ناکراره کړي او عام وګړي ووژني.))
له تېرو دريو اونيو راهيسې له موټر سايکلونو په ګټې اخيستنې، دا دويمه چاودنه ده چې په دغه ولايت کې مرګ ژوبلې اړوي.
لومړۍ هغه يې د ياد ولايت په بهارک ولسوالۍ کې د ولايتي شورا پر يوه نوماند وشوه، چې هغه ترې بچ شو خو يو ساتونکی يې ووژل شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.