Language

والي: نامسوول  وسله وال د تخار امنيت ګواښي

تالقان(پژواک ٧ غبرګولى٩٣):د تخار چارواکي وايي، چې لا هم نامسووله وسله وال د دغه ولايت د امنيت لپاره ګواښ دي.

د تخار والي عبدالطيف ابراهيمي “ډاياګ پروګرام” ته د وسلو سپارلو په مراسمو کې وويل، چې که څه هم د لسګونو نامسولو وسله والو ډلو په بې وسلې کولو سره امنيتي وضعيت ښه شوى ؛ خو لا هم په ځينو سيمو کې دغه ډلې  په غلاوو، شکوو او نا امنيو  کې لاس لري.

والي وويل، نن (چهارشنبه) هم لسګونه ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې، چې په بېلابېلو وختونو کې نيول شوې او راټولې شوې وې.

د ابراهيمي په وينا، له نامسووله وسله والو د وسلو راټولو دغه لړۍ  له مخکې پيل شوې؛ خو د ټاکنو په رانږدې کېدو سره يې چارې ګړندۍ شوي.

د تخار والي،چې په دغه ولايت کې د ډاياګ پروګرام د وسلو ټولو بهير مسوول هم دى، زياته کړه:((هيله لرم، چې موږ به ټولې نامسووله ډلې بې وسلې کړو، څو خلک سوکاله ژوند وکړي.))

ده ونه ويل، چې په تخار کې څومره  نامسووله  کسان وسلې لري.

په ورته مهال د بهارک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيف الرحمن  پژواک ته وويل، نامسووله وسله وال لا هم په سيمه کې ځاىي وګړو ته ستر ګواښ دى.

هغه وايي:((که پوليس له ځايي اوسېدونکو سره اړيکې وساتي، له خلکو سره د مخالفو او ناقانونه وسله والو اړيکې کمېږي.))

د تالقانو اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل، هرکال په دغه ولايت کې د نامسووله وسله والو ډلو په نښتو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوړي؛ خو څوک يې مخه نه نيسي.

نوموړی وايي، دولت تل اعلان کوي، چې نا قانونه وسله وال بې وسلې کوي؛ خو دغه لړۍ څنګه،چې اړتيا ده، پر مخ نه وړ ل کېږي.

د يادولو ده، چې د روان کال د غويي په ٢١مه په دغه ولايت کې د نامسووله وسله والو په خپلمنځي  نښتو کې درېيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

چارواکو ويلي وو، چې دا نښته د تالقانو ښار په “بېک اباد” سيمه کې د دوه ناقانونه وسله والو   ترمنځ شوې وې، چې په کې  يوتن وژل شوى او٢ نور ټپيان شوي.

Related Topics