لښکرګاه-تالقان (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): په هلمند او تخار ولايتونو کې د پېښو او عملياتو په ترڅ کې دوه ښځې او څلور وسله وال وژل شوي او د جندالله ډلې دوه غړي نيول شوي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د نوزاد ولسوالۍ د”عليزو کارېز” په سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
چوپان وايي، په دې چاودنه کې دوه مېرمنې وژل شوې او يوه بله ټپي ده.
د هغه په خبره، چې ټپي مېرمنه د درمنلې لپاره روغتون ته لېږدول شوې او روغتيايي حالت يې ښه دى.
چوپان زياتوي: ((دغه مېرمنې هديرې ته روانې وې؛ چې چاودنه پرې وشوه.))
بلخوا د ۲۱۵ ميوند قول اردو د همغږۍ امر ډګروال عطاءالله پژواک ته وويل، چې تېره ورځ يې د ناوې په ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال وژلي دي.
دى وايي، چې له وژل شوو طالبانو وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
په ورته مهال د تخار ولايتي چارواکي وايي، چې ملي امنيت د دغه ولايت په بنګي ولسوالۍ کې د جندالله ډلې “د ازبکستان اسلامي غورځنګ” دوه مهم غړي نيولي دي.
د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو وسله والو؛ چې د ياد ولايت اصلي اوسېدونکي دي، د دويم پړاو ټاکنو ګډوډولو پلان درلود.
تيمور وايي، نيول شوي کسان په دې وروستيو کې خپلو سيمو ته راغلي وو څو په دغه ولايت کې د دولت او د ټاکنو پر ضد فعاليت وکړي.
د تخار د ملي امنيت رياست پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغو کسانو په لومړنيو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړى دى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې له نيولو شوو کسانو سره وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو او عملياتو په تړاو څه نه دي ويلي.