منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۵ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر د ترافيکي پېښو د مخنيوي لپاره د لازمو اقداماتو لارښوونه وکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۶ کتنې

کابل (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣): ولسمشر حامد کرزي پر وروستيو ترافيکي پېښو د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ د کورنيو چارو وزارت ته  لارښوونه وکړه، چې ددې پيښو د مخنيوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

پرون په ننګرهار ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله ١٩ تنه مړه او ٨ ژوبل شول ، نن په بلخ ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله ٥ تنه مړه او ٢٠ نور ژوبل شوي دي.

له ارګ څخه د چنګاښ په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حامد کرزی د دغو ترافيکي پېښو له امله د ژورې خواشينۍ د څرګندولو په ترڅ کې ويلي چې  هېوادوال دې د موټر چلولو پر مهال له احتياط څخه کار واخلي او د ځان او نورو مسافرو ژوند دې له ګواښ سره نه مخامخ کوي.

دغه راز ولسمشر حامد کرزي د کورنيو چارو وزارت مسوولينو ته لارښوونه کړې چې پر لويو لارو د ترافيکي پېښو د مخنيوي په برخه کې دې خپل هر اړخيز لازم اقدامات وکړي.

ديادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو له امله د هېوادوالو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.