منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

اروزګان کې د ښوونکو کموالي ښوونيز بهير ټکنى کړى

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

ترينکوټ (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): د اروزګان د پوهنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونکو کمښت ښوونيز بهير ټکى کړى او له دې امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د اروزګان د پوهنې رييس احسان الله ناشر له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په اروزګان کې له تېرې يوې لسيزې راهيسې د نورو ستونزو تر څنګ د مسلکي ښوونکو ستونزه هم جدي پاتې ده.

هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې با تجربه او مسلکي ښوونکي يا خو له سره نشته او که شته هم ډېر کم او د ګوتو په شمېر دي.

نوموړى وايي چې له کابله د پوهنې وزارت راغلو چارواکو او په ځانګړې توګه په خپله وزير ډاکټر فاروق وردګ د پوهنې په برخه کې د نورو ستونزو ترڅنګ د مسلکي ښوونکو د نشتوالي دستونزې د هوارۍ ژمنې کړې دي.

خو ناشر زياتوي، چې د څو کلونو تېرېدو لا هم په دې برخه کې هېڅ ډول جدي اقدامات نه دى شوى او ستونزې هماغسې پاتې دي.

د هغه په وينا، د مسلکي ښوونکو نه شتون او کمښت د دغه ولايت د پوهنې پر بهير بده اغېزه کړې او ټکنى کړى يې دى.

ده زياته کړه: ((له تېرو څو کلونو راهيسې مو په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونکو د پيدا کولو په برخه کې ډېرې هلې ځلې کړې دي، خو تر اوسه په دې کار کې نه يو بريالي شوي.))

 

دى وايي، په ګڼو ښوونځيو کې داسې ښوونکي شته، چې له دوولسم ټولګي هم نه دي فارغ، خو د مجبورۍ له مله يې د ښوونکو په توګه پر دندو ګومارلي دي.

د پوهنې رييس د ښوونکو کم معاش يو له هغو ستونزو وباله، چې له امله يې د لوړو زده کوونکو درلودونکي کسان نه حاضريږي، چې په کم معاش په دغه ولايت کې د ښوونکي دنده ترسره کړي.

ناشر وويل چې مسلکي کسان کم دي او يا هم نه غواړي په کم معاش په اروزګان کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړي، بلکې هغوى ټول په دولتي او غير دولتي موسسو کې په لوړو معاشونو دندې کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول اروزګان ولايت کې ٣١٥ ښوونځي شته، چې له دې ډلې ٥٠ يې د نا امنيو له امله تړلي دي.

د پوهنې رييس وويل، دوى د بندو ښوونځيو د بيا فعالولو لپاره هلې ځلې پيل کړې چې په پايله کې يې په دې وروستيو کې ١٠ ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.

له بلې خوا د اروزګان يو شمېر اوسېدونکي او زده کوونکي په دغه ولايت کې د پوهنې سکتور پر وړاندې ستونزې د حکومت بېغوري بولي.

د چنارتو ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالسلام پژواک ته وويل: ((د کلي ماشومان ځکه ښوونځيو ته نه ځي چې په ښوونځيو کې نه مسلکي ښوونکى شته او نه هم کتابونه.))

د نوموړي په خبره، د تېرو ١٢کلونو پرمهال د اروزګان پوهنې رياست ته اته تنه  د رييسانو په توګه راغلل خو يوه يې هم د ده په وينا د اروزګان د پوهنيز سکټور لپاره ښه کار ونه کړ.

 

د دغه ولايت يوه بل قومي مشر احمدشاه پژواک ته وويل، په ځينو سيمو کې ډېرې کورنۍ خپل ماشومان ښوونځو ته نه لېږي او ديني مدرسو ته يې استوي.

د ترينکوټ د سيدال خان لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى سليمانشاه وايي چې له تېرو اوو اتو کلونو راهيسې دوى د مسلکي ښوونکو له کموالي سره مخ دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((کوم ښوونکي چې موږ ته په لومړي او دويم ټولګي کې زده کړې راکولې اوس راته په يوولسم ټولګي هم هماغه ښوونکى زده کړې راکوي.))

د نوموړي په وينا، داسې ښوونکي هم لري چې له دوولسم ټولګي نه دي فارغ شوي، خو په دې لېسه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.

د همدې لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکى حضرت شاه هم وايي، چې د مسلکي ښوونکو د نشتوالي له امله د دوى تېر څو کلونه هسې ضايع شول.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ هره ورځ لېسې ته راځو، کوم نوى شى په کې نه زده کوو، ښوونکى مو له دوولسم فارغ دى، نو هغه څنګه کولى شي چې د دوولسم ټولګي زده کوونکو ته زده کړې ورکړي.))

محمدنبي خان په خپله له دوولسم ټولګي فارغ دى، خو د سيدال خان لېسې د لوړو ټولګيو زده کوونکو ته زده کړې ورکوي.

هغه زياتوي چې مسلکي ښوونکي نه لري، ځکه نو اړ دى چې دى په خپله پورته صنفونو ته هم زده کړې ورکړي.

د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې ګڼ کسان له دارالمعلمين څخه فارغ شوي، خو هغوى په موسسو کې دندې ترلاسه کړې دي.

نورمحمد چې پخوا په سيدال خان لېسه کې ښوونکى و، اوس په يوه موسسه کې دنده لري.

نوموړي پژواک ته وويل: ((په لېسه کې مې معاش څلورنيم زره افغانۍ وي، په هغې مې ګوزاره نه کېده او نه مې هم اقتصادي ستونزې نه هوارېدې، اوس په موسسه کې ٤٠ زره افغانۍ معاش دى او ګوزاره مې هم پرې ښه کېږي.))

د اروزګان والي هم د پوهنې په برخه کې يادې ستونزې تاييدوي او زياتوي چې له مرکز سره يې څو څو ځلې اړيکې نيولې دي.

والي امان الله تيموري په دغه ولايت کې د پوهنې بهير له صفر سره برابر وباله او زياته يې کړه‌، که چېرې مرکزي حکومت جدي پاملرنه ونه کړي، نو پر لاريونونو به لاس پورې کړي.

د اروزګان والي په د درسي کتابونو، د ښوونکو کموالى، د لسګونو ښوونځيو تړل کېدل او يو شمېر نورې ستونزې د دې لامل شوې چې د ياد ولايت د پوهنې بهير يې ټکنى کړى دى.

د هغه په وينا، د دغه ولايت پوهنه ژور بدلون ته اړتيا لري او که چېرې يې پر وړاندې چوپ پاتې شول، نو نوي نسل به له زده کړې پاتې شي.

د پوهنې وزارت وياند او د نشراتو رييس کبير حقمل هم يادې ستونزې تر يوه بريده تاييدوي.

هغه پژواک ته د ښوونکو په اړه وويل چې دوى په ټول هېواد کې ٥٠ زره نوو ښوونکو ته اړتيا لري، خو د افغانستان بوديجه نه ورته بس کېږي.