Language

تالقان (پژواک  ٢٣ چنګاښ ٩٣): په تخار ولايت کې یوه ۲۰ کلنه ښځه د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تېمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بي بي حوا په نوم دا مېرمن څو ورځې مخکې وژل شوې او نن  يې په تالقانو ښار کې مړى وموندل شو.

تېمور وايي: ((تېر ماښام ۷ بجې د بي بي حوا مړی د تالقانو ښار په تیل فروشي څلور لاره کې له یوې ویالې څخه موندل شوی، د موضوع د لا څېړلو لپاره جسد روغتون ته لېږدول شوی، تر دې دمه د پېښې علت نه دی څرګند.))

د تيمور په وينا، پولیسو د پېښې په تړاو د بي بي حوا خاوند، خسر او خواښې نیولي دي.

د والي وياند وايي، په دې قتل کې د ښځې خاوند ښکېل دى، خو تراوسه يې د وژنې د لامل په تړاو معلومات نشته.

نوموړی وايي، له دې مېرمنې یوه ۳ کلنه  لور پاتې ده.

د تخار د ښځو چارو د ادارې رييسه رزم آراء حواش د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ وايي، یاده پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځت ه شوې ده.

نوموړې زیاته کړه، بي بي حوا د خپل خاوند له لوري تر وهلو ټکولو وروسته د ویالې اوبو ته غورځول شوې وه.

د تخار د ولایتي روغتون اداري مدیر عبدالقیوم قانع وايي، د بي بي حوا مړی د دغه روغتون د عدلي طب ته ور وړل شوی دى.

هغه زياتوي: ((د بي بي حوا مړی دلته ولایتي روغتون ته راوړل شوی وو، په عدلي طب څېړنو کې داسې شواهد تر لاسه نه شول، چې له مخې یې د هغې وهل ټکول ثابت کړي، نو دومره ویلی شو، چې  هغه اوبو ته غورځول شوې ده.))

د يادولو ده، چې تېره اونۍ هم د یاد ولایت په بنګي ولسوالۍ کې  یوه مېرمن د خپل خسر له خوا تر وهلو ټکولو وروسته وژل شوې وه.