Language

تخار کې پولیسو ٦٠  کورني څاروي غلا کړي

تالقان(پژواک،٢٨چنګاښ٩٣):د تخار د رستاق ولسوالۍ ځينو پولیسو له ینګي کلا ولسوالۍ څخه ۶۰ څاروي غلا کړي او یادې ولسوالۍ ته یې بیولي دي.

د رستاق ولسوال عبدالمناف فیضي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې وړمه شپه د ینګي کلا ولسوالۍ په کفتر علي سیمه کې یوه رمه غلا شوې او د راپور له مخې دا غلا پوليسو کړې ده.

ولسوال وايي:((د سیمې خلکو راته راپور راکړ ، چې دغه رمه د رستاق پولیسو غلاکړې. ما چې معلومات وکړل د رستاق ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د استخباراتو امر له یو شمېر نورو پولیسو سره دغه مالونه رستاق ولسوالۍ ته راوړي دي.))

فیضي وايي، دوی د استخباراتو له امر څخه نور پسونه بېرته خپلو خاوندانو ته سپارلي؛ خو ۱۲پسونه لاهم  ورسره دي او نه يې دي سپارلي.

ولسوال وايي، د استخباراتو دغه امر مخکې هم د خلکو مالونه په زور وړي وو، چې په وینایې دوی امنیه قوماندانۍ او نظامي څارنوالۍ ته خبر ورکړی دی.

د ینګي کلا ولسوالۍ اوسېدنکی ملانصر الله، چې ۳۷ څاروي  یې غلا شوي وايي، کله چې شپانه یې د مالونو د غلا کېدو خبر ورکړ، سم د واره پسې ورغلی او څرک یې مالوم کړی.

نصرالله وايي د ″قره دونګ″ په سیمه کې یې مالونه پیدا کړي، چې د پولیسو له لوري رستاق ته بیول کېدل.

ده وويل:((مالونه د شپې ناوخته غلا شوي وو، موږ سبا خبر شو پسې ورغلو، د قره دونګ په سیمه کې مو مالونه پیدا کړل، چې د رستاق ولسوالۍ د استخباراتو د امر او یو شمېر نورو پولیسو له لوري رستاق ته لېږدول کېدل، ما ورته وویل چې امر صاحب مالونه چېرته بیایې؟ هغه راته  وویل چې دغه مالونه ما د غلو له لاسه خلاص کړي او غله وتښتېدل. ما ورته وویل چې د غلو له لاسه دې خلاص کړل بېرته یې ینګي کلا ته راوله،  رستاق ته یې ولې بیایې؟))

نوموړی زیاتوي، چې د استخباراتو امر ور باندې په غصه شوی او د وهلو تکل یې کړی؛ خو دی غلی شوی او خپل شپانه یې ورسره یو ځای کړي، چې مالونه رستاق ته ورسوي.

هغه وايي، ۳۱ پسونه او ۶ اوزې یې لاهم  له هغوی سره دي، چې تر اوسه یې نه دي تر لاسه کړي.

د تخار امنیه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني پژواک ته وويل،چې پولیسو ته یې امر کړی؛څوغلا شوي مالونه بېرته ینګي کلا ولسوالۍ ته ولېږدوي او د موضوع په اړه څېړنې وکړي.

دى وايي:((زه له دې پېښې خبر یم. ماپولیسو ته امر کړی، چې مالونه ینګي کلا ته ولېږدوي او بیا هلته څېړنې وکړي. هغوی غوښتل چې مالونه په رستاق ولسوالۍ کې خپلو خاوندانو ته وسپاري، خو ما مخالفت وکړ. ما وویل چې مالونه بېرته ینګي کلا ته ولېږدوي او هلته یې بېرته خاوندانو ته وسپاري او څېړنه هم وکړي، چې اصلي عاملین څرګند شي.))

قطغني که څه هم په دې غلا کې د پولیس لاس لرل نه رد او نه یې هم تایید کړ؛ خو زیا ته یې کړه ، چې اصلي عاملین به پیدا کوي او د قانون منګلو ته به یې سپاري.

پژواک اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه د رستاق ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ چارواکو نظر واخلي؛خو بريالى نه شو.

مخکې تر دې یو شمېر مالدارانو ته له خپلسرو وسله والو څخه شکایت کاوه، چې مالونه یې په زور بیايي؛ خو دا لومړی ځل دی ، چې د دغه ولایت پولیس د مالونو په غلا تورنېږي.

Related Topics