Language

خواجه غار کې چاودنې ٩ تنه وژلي او ٢٤نور ټپيان دي

تالقان (پژواک ٢ زمرى ٩٣): د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ٩ تنه وژل شوي او ٢٤ نور ټپيان  دي.

دغه پېښه نن له غرمې مخکې ١١ بجې، د يادې ولسوالۍ د بازار په يوه ګڼه ګوڼه سيمه کې په موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

 د تخار ولايت د ملکي روغتون مشر ډاکټر حفيظ الله ساپي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې روغتون ته له دغې پېښې څخه ٩ مړي او ٢٤ ټپيان راوړل شوي، چې له دې ډلې يې د يوه ټپي حالت د اندېښنې وړ دى.

 هغه وويل، چې په دغو وژل شويو او ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

 د تخار د والي وياند سنت الله تيموري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې پېښې ډېرى قربانيان ملکي وګړي دي.

ولسمشر حامد کرزي په هغه خبرپاڼه کې، چې د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ويلي، چې دغه له ترهګرۍ ډکه پېښه په سختو ټکو غندي.

 

ولسمشر زياته کړې: ” په روژې مبارکې مياشت کې د بې ګناه وګړو د وينو په تويولو سره د دغه هېواد بې رحمه دښمنانانو يو ځل بيا وښوده، چې نه يواځې کوم دين او قانون ته درناوى نه لري، بلکې بشريت ته هيڅ درناوى نه لري. ترهګر به د دا ډول عملونو په کولو سره د خداى په دربار کې ځواب ورکړي.”

 ولسمشر کرزي د دغو قربانيانو له کورنيو سره د همدردۍ په څرګندولو سره د ټولو قربانيانو په حق کې دعا کړې او ټپيانو ته يې د خداى له دربار څخه د ژر تر ژر د رغېدو غوښتنه وکړه.

Related Topics