ژبه

هلمند کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي

لښکرګاه (پژواک  ۱۲ زمرى ۹۳): په هلمند ولايت کې د ځينو پېښو له امله پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د سنګین ولسوالۍ په ″ساروان کلا″ سيمه کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ یو غړى  وژلى او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

د والي د وياند په وينا، په ټپيان کې مېرمنې او ماشومان شامل دي او د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

تېره ورځ په ياده سيمه کې پر ملکي کسانو د ماين يوه بله چاودنه هم شوې وه، چې د  دوو مېرمنو او يوه ماشوم په ګډون په کې شپږ ملکي وګړي  وژل شوي وو.

بلخوا بيا د هلمند- کندهار پر لويه لاره  وسله والو طالبانو د يوه بريد په ترڅ کې څلور هټۍ وال پر ډزو وژلي دي.

د عمر ځواک په خبره، دا پېښه تېره ورځ ناوخته د مرکز لښکرګاه اړوند يوه سيمه کې رامنځته شوې ده.

دى وايي، چې وژل شوي هټۍ وال کندهار ته په لاره وو او د لارې په اوږدو کې پرې وسله والو طالبانو ډزې کړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

ورته موضوع