دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
هرات (پژواک ١٨ زمرى ٩٣): په هرات ولايت کې د يوې ترافيکې پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او د درېيو پوليسو په ګډون نهه تنه ټپيان دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن سهار ٩بجې د کوهستان ولسوالۍ اړوند د اسلام کلا په لاره کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي، چې يوه فلاينکوچ موټر د پوليسو له رينجر سره ټکر کړى او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
احمدي زياتوي، چې د پېښې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي او د ټکر د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي.









