تالقان (پژواک ١٩زمرى ٩٣):د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې څلورو تنو سيمه ييزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازیګر طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ په ″ګورتپه″ سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو برید کړی، چې له امله یې د سیمه ییزو پولیسو دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
اسیر وايي، چې وسله وال طالبان له ګاونډې ولایت کندوز څخه راغلي وو او د خواجه غار پر پولیسو یې برید کړی دى.
د امنیه قوماندانۍ ویاندپه خبره، خواجه غار د کندوز ولايت له دشت ارچي ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، کله ناکله ورته وسله وال له هغې ولسوالۍ راوړي او بريدونه کوي.
وړمه شپه هم د خواجه غار ولسوالۍ د پوليسو پر همدې پوسته د وسله والو په يوه بريد کې څلور وسله وال وژل شوي وو،دوه سيمه ييز پوليس او لس وسله وال طالبان ټپيان شوي وو.
د تخار د والي ویاند سنت الله تېمور پژواک ته وويل، چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو او پولیسو ترمنځ جګړه کېږي .
هغه وايي:((له درېیو ورځو راهیسې د خواجه غار ولسوالۍ په ګورتپه سیمه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه کېږي، تر دې دمه ۱۷ طالبانو او پنځو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.))
د والي وياند وايي، چې سیمې ته نور پولیس هم لېږل شوي ؛څو د وسله والو د ممکنه بريدونو مخنيوى وکړي.