ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيانو په ګډون ٦٦ وسله وال وژل شوي

د بهرنيانو په ګډون ٦٦ وسله وال وژل شوي

author avatar
12 Aug 2014 - 17:29
د بهرنيانو په ګډون ٦٦ وسله وال وژل شوي
author avatar
12 Aug 2014 - 17:29

غزني (پژواک ٢١ زمرى ٩٣): چارواکي وايي چې په غزني او پکتيکا ولايتونو کې  ٦٦  وسله وال او درې پوليس وژل شوي، يو پوليس او اته وسله وال ټپيان شوي دي.

 د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن  ١١ بجې د خوږياڼو ولسوالۍ د ″پيرک″ په سيمه کې د پوليسو پر يوه رينجر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

 د والي وياند وايي، چې په دې چاودنه  درې پوليس وژل شوي او يو ټپي دى.

 بلخوا په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمي لوا ویاند نظیف الله سلطاني پژواک ته وويل چې تېره شپه ګډو پوځيانو د اندړو ولسوالۍ په ميراجان او خيرو سيمو کې عمليات ترسره کړي دي.

 سلطاني په وينا، په دغو عملياتو کې ٢٢ وسله وال وژل شوي او د ځينو مړي په سيمه کې پاتې دي.

 په ورته مهال د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه وايي، چې د مټاخان په سيمه کې د عملياتو پر مهال د شپږ پاکستانيانو په ګډون اوه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي، چې په دغو نښتو کې يې پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې خو د هغې دقيقه شمېره نه ده ښودلې.

 بلخوا د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وايي، چې تېره ورځ ناوخته ایساف ځواکونو د ارګون ولسوالۍ په پيرکوټي سيمه کې پر وسله والو هوايي بريد کړى دى.

 سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي پژواک ته وويل، چې په دغه بريد کې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون ٣٧ وسله وال وژل شوي او څلور ټپيان شوي دي.

 د امنیت امر په خبره،په وژل شوو کې عرب وسله وال هم شته، چې جسدونه يې په سيمه کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو پخوا يې په خپلو ليکو کې د بهرنيو وسله والو د شتون رپوټونه رد کړي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.