ښرنه (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٣ ) : د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې ديوې نښتې په ترڅ کې د قوماندان په ګډون پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د زمري په ۲۴ مه ،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايساف ځواکونو تېره ورځ ناوخته د ارګون ولسوالۍ د پيرکوتي په سيمه کې پر وسله والو هوايي بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې د سرتور په نامه د وسله والو يو قوماندان له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوى او دوه نور ژوبل دي.
د نوموړي په خبره،چې وژل شوي طالبان د سکروټې په نوم په وژل شوي طالب قوماندان پورې تړلي دي.
خو وسله والو طالبانو د سکروټې په نامه د طالبانو د قوماندان وژل کېدل رد کړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده ،چې په سرروضه ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دوه پوليس وژل شوي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن