ژبه

کابل کې د هندوستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه

توسط جاوېدهميم کاکړ

اگست 15, 2014 - 9:43 pm

Views: 177

کابل ( پژواک، ۲۴ زمری ۹۳) په کابل کې د هندوستان دسفارت لخوا ددغه هیواد د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه.

د هندوستان دسفارت لخوا د زمري په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مراسم په کابل کې د هندوستان د سفارت په نوې ودانۍ کې ترسره شول.

سرچینې زیاته کړې چې سفیر امر سنها د خپل هیواد بیرغ پورته کړ او د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت یې د هیواد د ولسمشر پیغام ولوستلو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د افغانستان کرکټ بورډ د مامورینو او دسفارت د مامورینو ترمنځ د کرکټ شل اووریزه هم ترسره شوه.

دافغانستان کرکټ بورډ وایي چې دغه لوبه ددوی په بریا پای ته ورسیده.