تالقان (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣): د تخار ولايت په فرخار ولسوالۍ کې يو نامسوول وسله وال قوماندان او دوه ملګري يې له پوليسو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د فرخار ولسوالۍ امنيه قوماندان علي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د ولسوالۍ په خوسبې سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې د پاينده محمد په نوم يوه سيمه ييز نامسوول وسله وال قوماندان د لويې لارې له پوليسو سره نښته کړې چې په پايله کې يې قوماندان پاينده، د هغه زوى او يو بل وسله وال کس يې وژلي دي او درې تنه نور ټپيان دي.
د علي په وينا، په دې نښته کې يو پوليس هم وژل شوى دى.
امنيه قوماندان وايي چې ياد قوماندان د ټولو نا امنيو لامل و او په سيمه کې يې د نجونو يو ښوونځى هم تړلى و.
د عبدالناصر په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې قوماندان پاينده او کسان يې د پوليسو له کاروان سره مخ شول.
د هغه په وينا، په دې ترڅ کې د دواړو لورو تر منځ جګړه رامنځته شوه چې له امله يې پاينده وژل شوى دى.
دى وايي چې قوماندان پاينده تر دې مخکې هم د سيمې په ناامنيو کې لاس درلود، خپلمنځي جګړې يې هم کړې دي او شپږ مياشتې مخکې له زندان څخه خوشى شوى و.