تالقان (پژواک ٤ وږى ٩٣): د تخار د طالبانو د پوځي کمېټې د مسوول مفتي عبدالرحمن په ګډون چې په پلنګ مشهور دى، څلور هغه وسله وال نيول شوي چې د دغه ولايت پر زندان يې د بريد هوډ درلود.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د وږي په ٤مه په خبري کنفرانس پر مهال وويل چې مفتي عبدالرحمن تازه له پاکستانه دغه ولايت ته راغلى و.
اسير وايي چې دغه طالب قوماندان او ملګري يې تېره ورځ د رستاق ولسوالۍ د شهرستان په سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
نوموړى زياتوي چې د تخار د طالبانو دغه مشر هوډ درلود چې د تالقانو پر عمومي زندان بريد وکړي خو موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شول.
هغه په دې خبري غونډه کې وويل چې د طالبانو د دغه نظامي مشر نيول د تخار ولايت پوليسو او د امنيت لپاره ښه لاسته راوړنه ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس د تخار په ځينو ولسواليو کې د وسله والو خوځښتونه ډېر شوي دي.
په تېره اونۍ کې څو ځلې وسله والو د خواجه غار ولسوالۍ پر مقام او څو پوستو ډله ييز وسله وال بريدونه وکړل.
د وږي په ٢مه په دې ولسوالۍ کې د ورته نښتو له امله يو سيمه ييز پوليس، اته وسله وال وژل شوي وو او اوه سيمه ييز پوليس ټپيان وو.
د سيمې يوه قومي مشر ملک شمس الله پژواک ته ويلي وو چې د خواجه غار ولسوالۍ پر امنيتي پوستو له کابو يوې مياشتې راهيسې بريدونه کېږي.
د خواجه غار ولسوال ملا عمر هم يادونه کړې وه چې وسله وال له کندوز ولايته د جګړې لپاره راځي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ د وياند په وينا، د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ د تخار له ځينو ولسواليو سره پوله لري او کله کله ترې وسله وال دېخوا را اوړي.
د کندوز چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د تخار امنيتي ادارو يادونه کړې چې د يو شمېر لرې پرتې امنيتي پوستې يې قوي کړي او د ممکنه بريدونو د مخنيوي توان لري.