کابل پژواک، ١٨ سنبله ٩٣): د ننګرهار چارواکي وايي چې، تېره شپه د ددې ولايت په اچين ولسوالۍ د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې درې وسلوال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقي وال وايي چې په بريد کې د عتيق الله په نوم د وسلوالو يو سرګروپ له خپل يوه بل ملګري سره ټپي شوى دى.
مشرقي وال همداراز پژواک ته وويل چې افغان ګډو ځواکونو په هسکې مېنې ولسوالۍ کې عمليات کړي دي، ترڅو سيمه د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه پاکه کړي.
دده د معلوماتو له مخې په دې عملياتو کې ٩ وسلوال وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
مشرقي وال زياته کړه چې په سيمه کې د امنيت د تامين لپاره د محلي پوليسو درې پوستې هم جوړې شوې دي.
په دې اړه تراوسه وسلوالو څه نه دي ويلي.