تالقان (پژواک ٦ تله ٩٣): د تخار ولايت په بهارک ولسوالۍ چاودنې يو ملکي وګړی وژلى او شپږ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازديګر د يادې ولسوالۍ په بازار کې د موټرسايکل بم چاودنه وشوه.
د والي وياند وايي چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د يوه سيمه ييز پوليس په ګډون شپږ تنه نور ټپيان دي.
ده وويل چې چاودنه د سيمه ييزو پوليسو پر يوه موټر شوې خو پر يوه سيمه ييز پوليس تر څنګ د پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي.
د بهارک ولسوال طاهر بيک پژواک اژانس ته وايي چې پېښه د يادې ولسوالۍ مال په منډيي کې شوې ده.
ولسوال وايي ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.