جلال اباد، تالقان ( پژواک، ٨ تله ٩٣ ) : په لغمان او ننګرهار ولايتونو کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د تلې په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام مهال د خوګياڼو ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
نوموړى وايي، چې يادو وسله والو په خوګياڼو ولسوالۍ کې تخريبي اعمال ترسره کول، چې تېره ورځ د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول.
دغه راز تېر ماښام مهال د لغمان د الينګار ولسوالۍ د سنګره درې په مسافر ولي زيارت سيمه کې د ايساف ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوي وسله وال د مخالفينو د مشهور قوماندان زاهد د ډلې غړي وو.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې،د تخار امنيتي چارواکي وايي ، چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو چاودنې له امله څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند سنت الله تېمور ددغې پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاودنې له امله، دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د تېمور په وينا، طالبانو له چاودېدونکو ډک يو پيک اپ موټر روان کړى و او غوښتل يې چې د کندوز له دشت ارچي څخه يې خواجه غار ولسوالۍ ته ولېږدوي، چې په لاره کې پرې چاودېدلى دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ماين چاودنو له امله د ملي اردو ٦ سرتېري وژل شوي دي.
خو سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.