ژبه

د نادعلي امنيه قوماندان له چاودنې روغ ووت

زين الله ستانکزى

اکتوبر 10, 2014 - 12:40 pm

Views: 71

لښکرګاه (پژواک ١٨ تله ٩١): د هلمندد نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان د يوه ځاى پرځاى شوي ماين له چاودنې روغ ووت.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريد احمد عبيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نادعلي ولسوالۍ پر امنيه قوماندان څارمن عمر جان حقمل باندې نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، چاودنه د تريخ ناور په سيمه کې وروسته تر هغه رامنځته شوه، چې د نادعلي امنيه قوماندان غوښتل له امنيتي پوستې څخه کتنه وکړي.

دى وايي،چې په دغه چاودنه کې امنيه قوماندان او ساتونکو ته يې زيان نه دى اوښتى، خو موټر يې ډېر زيانمن شوى دى.

تريخ ناور د مارجې او نادعلي ولسواليو ترمنځ تر ټولو نا امنه سيمه ده.

د مارجې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي اخترمحمد هم ياده چاودنه  تاييد کړه او ويې ويل،چې په چاودنه کې امنيه قوماندان او ساتونکو ته يې زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.