ژبه

تازه خبرونه

لښکرګاه(پژواک ۲۲ تله ۹۳) : د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ د پوهنې مدير او يو ښوونکى د ماين چاودنه کې ووژل شول.

د دې ولايت د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال وشوه ، چې مدير شاه محمود او يو ښوونکى له لښکرګاه څخه نوزاد ته پر لاره وو.

ځواک وويل چې په دې کسانو  يادې ولسوالۍ ته څېرمه د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې ده.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريد احمد تاييدوي، چې په نوزاد کې د ماين چاودنې د پوهنې رياست دوه کار مندان وژلي دي.

نوموړي پژواک ته وويل چې دا ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و .

بلخوا د دې ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د يادې ولسوالۍ د نظارت امر او د پوهنې سرپرست مدير شاه محمود او د نعمت الله په نامه يو ښوونکى وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې  اړه  څه نه دي ويلي.

ورته موضوع