ژبه

مېلمه د يوې پوستې درې پوليس وژلي

لښکرګاه (پژواک ۲۹ تله ۹۳): د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې يوه کس چې د پوليسو مېلمه و، پر پوليسو بريد کړى، چې په پايله کې درې پوليس او خپله بريد کوونکى وژل شوي دي.

د مارجې د ټولنيزې شورا يوه غړي د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار وختي د سيستاني سيمې د پوليسو په پوسته کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل، د دې پوستې قوماندان يو خپلوان مېلمه کړى و چې سهار وختي يې پر پوليسو ډزې کړې او درې پوليس يې وژلي او په ځوابي ډزو کې بريدګر هم وژل‌ شوى دى.

سرچينې زياته کړه چې له مرکز لښکرګاه څخه د يادې پېښې د څېړلو لپاره پلاوى ورغلى څو څرنګوالى يې معلوم کړي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريداحمد عبيد وايي چې په ياده سيمه کې يې پر پوسته بريد شوى دى.

عبيد د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو تاييد يې کړه چې سيمې ته يې پلاوى لېږلى څو د شوي بريد څرنګوالى معلوم کړي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دى اخيستى.

ورته موضوع