فيروزکوه، پلخمري(پژواک ١٣ لړم ٩٣): غور ولايت کې سلګونو تنو لاريون کړى او د والي د لرې کېدو غوښتنه يې کړې ده. همدارنګه په بغلان ولايت کې هم لاريون شوى او د والي د دفتر شا ته يې د ټنبلۍ ليک اچولى دى.
په هغه لاريون کې چې نن له غرمې وړاندې د غور مرکز فيروزکوه ښار کې تر سره شو، د والي پر ضد په کې شعارونه ورکول کېدل او هغه يې د ځمکو غاصب وباله.
د ياد لاريون يوه سمبالونکي حميدالله متحد پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو دوو کلونو راهيسې چې سيد انور رحمتي د دغه ولايت د والي په توګه کار پيل کړى، د ياد ولايت امنيت خراب شوى او د خلکو ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي.
هغه زياته کړه: ” موږ والي نه غواړو او بايد لرې شي.”
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي، لاريون د خلکو حق وباله، خو زياته يې کړه يو شمېر کسانو چې شخصي غوښتنې لري، په لاريون يې لاس پورى کړى دى.
خطيبي زياته کړه، چې سيمه ييزې ادارې تر خپل وس پورې د خلکو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کړي او دا اوس په دولت پورې اړونديږي، چې د واليانو د برخليک په اړه څه پرېکړه کوي.
لاريون کوونکو، د دغه ولايت د مدني ټولنې بنسټونه هم د والي د لاس الې وبللې.
خو د غور د مدني ټولنې د بنسټ مسوول خدايار واقف وويل، چى دوى د هيچا د لاس الې نه دي او همېشه يې د خلکو د غوښتنو په اړه خپل غږ اوچت کړى دى.
واقف زياته کړه، چې د نن ورځې لاريون د يو شمېر خلکو او سيمه ييزې ادارې تر منځ ستونزه ده او مدني ټولنې پورې کوم تړاو نه لري.
په ورته مهال په پلخمري ښار کې هم له سلو زياتو کسانو په لاريون لاس پورى کړى او د والي د ټنبلۍ او د اغېزمنو کارونو د نه کړو په نوم يې يو ليک د هغه د دفتر شا ته ايښى او يادو کسانو هم د هغه د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
يوه لاريون کوونکي ٦٠ کلن محمدظاهر وويل، له درېيو کلونو راهيسې هستوګنې کورونه او شنې سيمې د زورواکو له لوري غصب کېږي، خو والي په دې اړوند تر اوسه پورې کوم ګام نه دى پورته کړى.
هغه زياته کړه، چې والي د خلکو په فکر کې نه دى ، د غفلت او ټنبلۍ په خوب ويده دى او دغه ټنبل ليک هم د هغه د ټنبلۍ او بې پروايۍ په موخه هغه ته ورکړل شوى دى.
په دغه اعتراض ليک کې ويل شوي: ” د ولسمشر کرزي د دورې په تېرو ديارلسو کلونو کې، په بغلان ولايت کې ١١ واليانو دنده تر سره کړې، موږ تاسو د بغلان والي سلطان محمد عبادي د قانونيت د نه شتون پر وړاندې د ډېر صبر، د فساد پر وړاندې بې تفاوته، د پراختيايي او ټولنيزو مسايلو پر وړاندې ځان ګوښه نيول، د چاپېريال ساتنې په برخه کې ټنبلي او د بې عدالتۍ او ظلم پر وړاندې په مصلحت کولو کې تاسو د دغه ټنبل ليک مفت خور بولو او له خداى (ج) څخه درته د ګوښه ځاى، دروند خوب او بيداره دولت استدعا کوو.”
يوه بل لاريون کوونکي امام الدين وويل، چې د ښاروالۍ دوه سوه ميليون عوايد لګول شوي، خو په پلخمري ښار کې د بيارغونې هيڅ کوم کار نه دى شوى.
هغه زياته کړه، دوى د خپل دغه مدني حرکت په لارې اچولو سره غواړي، څو سيمه ييزو چارواکو ته ثابته کړي چې د بغلان خلک ويښ دي او بې کفايته واليان نه غواړي.
خو د بغلان د والي وياند محمد حقمل وايي، چې سلطان محمد عبادي ډېر کار او فعاليتونه کړي او دا بيا د لاريون کوونکو ستونزه ده، چې د دغو فعاليتونو په اړه معلومات نه لري.
حقمل زياته کړه: ” والي شخصاً د کوکنارو د له منځه وړلو په موخه ولسواليو ته سفرونه کړي او د پراختيايي پروژو د پلي کولو په موخه کابل ته تللى او ډېرې پروژې ګټې اخيستو ته سپارل شوې دي.”
هغه زياته کړه، چې د ځمکو د غاصبينو پر وړاندې هم د سيمې ييزې ادارې دريځ څرګند دى او تر اوسه پورې شپږ زره هکتاره ځمکه د غاصبينو له منګولو ژغورل شوې ده.