تالقان ( پژواک ١٤ لړم ٩٣): د تخار چارواکي وايي چې په دې ولايت کې يوې مور خپله نوې زېږدلې لور وژلې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار خليل الله اسير پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د ينګي قلعه ولسوالۍ د خواجه حافظ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
اسير وويل چې ياده ماشومه يې مور له پيدا کېدو څو ساعته وروسته په خپل کور کې خفک کړې او وژلې يې ده.
نوموړي د پېښې د اصلي لامل په اړه وويل: (( د دې مېرمنې له واده ٤٠ ورځې تېرېږي. هغه وايي د نامزدۍ پر مهال د خپل مېړه له خوا امينداوره شوې، خو مېړه يې ماشوم خپل نه ګڼي.))
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي چې پوليس د يادې پېښې د څرنګوالي په تړاو له مېرمنې او مېړه څخه نورې څېړنې هم کوي، خو و يې نه ويل چې مېرمن او مېړه نيول شوي که نه.؟
د تخار ولايت د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او د ښځو چارو رياست تراوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.