دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
ايبک (پژواک ١٨ لړم ٩٣): د سمنګانو ولايت په مرکز کې د دوه بار وړونکو موټرو تر منځ د ټکر په پايله کې يوتن مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.
د سمنګانو ولايت د ترافيکي پېښو امر سمونوال عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون شپه ١٠ بجې د رباطک په کوتل کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د يادې پېښې ټپيان د کابل، کاپيسا او تخار ولايتونو اوسېدونکي دي او اوسمهال د سمنګانو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د سمنګانو ولايت د روغتون سرطبيب جمال الدين ارين وويل، چې د يادې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.










