Language

تالقان (پژواک ١٩ لړم ٩٣): د تاجکستان سرحدي پوليسو د تخار د چاه اب ولسوالۍ اړوند له افغانستان سره په ګډه پوله پر افغانانو ډزې کړي او يو تن يې وژلى دى.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېره ورځ ناوخته شپږ تنو افغانانو د يادې ولسوالۍ د سمتي په سيمه کې د امو سند له لارې تاجکستان ته د اوښتو هڅه کوله.

تيمور وايي، چې د تاجکستان پوليسو په خپله ساحه کې پر دې افغانانو ډزې کړي، يو تن يې وژلى او نور په تېښته بريالي شوي دي.

هغه وويل، چې تاجکستاني پوليسو نن سهار د دې وژل شوي تن مړى دوى ته سپارلى ، خو هغه د دې پېښې په تړاو د پلټنو د پيلېدو او يا نه پيلېدو خبره ونه کړه .

بله خوا د چاه اب ولسوالۍ د سمتي سيمې اوسېدونکي عبدالشکور پژواک خبري اژانس ته د ټېلېفون په ليکه وويل، چې تاجکستاني پوليسو په کب نيوونکو ډزې کړي او يو کب نيوونکى يې وژلى دى.

هغه وويل، چې د سمتي سيمې اوسېدونکي کبان نيسي، چې کله ناکله پرې تاجکستاني پوليس ډزې کوي او داسې پېښې رامنځته کېږي.

Related Topics