منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۷ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پروان پوليسو څه باندې يو ټن چاودېدونکي توکي ونيول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۶ کتنې

چاريکار(پژواک، ٢٠ لړم ٩٣): پوليسو د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې څه باندې ١٣٠٠ کيلو ګرامه امونيم نايتريت چاودېدونکي توکي کشف او ضبط او په تړاو يې درې  تنه نيولي دي.

د سالنګ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال احمدضياء هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مواد له کابل څخه کندوز ته روان ٣٠٣ موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او نن سهار د سالنګ په “شکارګاه” سيمه کې تر لاسه او ضبط شول.

هغه وويل چې له يادو چاودېدونکو توکو څخه په چاودنو کې کار اخيستل کېږي.

د هاشمي په خبره، د نيول شوو توکو په تړاو يې درې  تنه  نيولي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، لومړى ځل دى چې پوليس په سالنګ کې په موټر کې د لېږد پرمهال امونيم نايتريت کشف او نيسي.