ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې پر دوو ماشومو نجونو تيري کوونکي نيول شوي

تخار کې پر دوو ماشومو نجونو تيري کوونکي نيول شوي

author avatar
13 Nov 2014 - 16:55
تخار کې پر دوو ماشومو نجونو تيري کوونکي نيول شوي
author avatar
13 Nov 2014 - 16:55

تالقان  (پژواک، ٢٢ لړم ٩٣): د تخار ولايت چارواکي وايي چې پر دوو وړو نجونو جنسي تيري کوونکي پوليسو نيولي دي.

د دغه ولايت امنيتي  چارواکي وايي چې د دغه ولايت اړوند په ينګي کلا ولسوالۍ کې، يوه ۱۲ کلنه نجلۍ د وسله والو له لوري تښتول شوې وه چې د امنيتي ځواکونو د پلټنو په پايله  کې موندل شوې او خپلې کورنۍ ته يې سپارلې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو يوه ١٢ کلنه نجلۍ له ينګي کلا ولسوالۍ له خپل کوره تښتولې وه او بيا يې شپه د امو سيند په غاړه ځنګله کې پرې تېره کړې او بيا يې رستاق ولسوالۍ ته بيولې وه.

هغه زياته کړه، دغه نجلۍ شپږ  ورځې مخکې تښتول شوې وه، تښتوونکو پرې جنسي تېرى هم کړى او بيا يې کورنۍ پوليسو ته خبر ورکړى و.

تيموري وويل چې د ملي امنيت ځواکونو په همکارۍ جنسي تيري کوونکي او تښتوونکي په رستاق ولسوالۍ کې نيول شوي دي.

د تښتول شوې نجلۍ پلار وايي چې وسلوالو يې پر کور بريد کړى و او پر مېرمن يې له وهلو ټکولو وروسته لور له ځانه سره بيولې وه.

هغه وايي، دولت بايد د دې پېښې عاملينو ته درنه سزا ورکړي، که نه نو دی له خپلو بچيانو سره ځانونو ته اور ورته کوي.

په همدې مهال نيول شوی تښتوونکي پر خپلو کړنو اعتراف کړی او ويلي يې چې پر يادې نجلۍ يې دوه ځلې جنسي تېرى کړى دى.

بلخوا د دغه ولايت پوليسو ويلي چې دوه هغه کسان يې هم نيولي چې پر يوې درې کلنۍ نجلۍ يې جنسي تېرى کړى و.

د يادونې ده چې د روان کال له پيله تر اوسه په تخار کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي دوه سوه قضيې ثبت شوې دي. 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.