منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د شانان کلا اوسېدونکي: پوليس مو کور جوړولو ته نه پرېږدي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک،٢٦ لړم ٩٣): په کابل ښار کې د احمدشاه بابا مېنې د “شانان کلا”سيمې يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې کلونه مخکې يې له يو تن څخه ځمکه پېرلې، خو اوس يې پوليس پرې کور جوړولوته نه پرېږدي.

دغو کسانو چې شمېر يې شاوخوا دوه سوه تنو رسېده، نن په ياده سيمه کې اعتراضي غونډه وکړه او ځينو يې ويل چې پوليسو ورته د هغوى د کورنو د ړنګولو ګواښ هم کړى دى

د غونډې يو ګډونوال خاکسار پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلکو ٧ کاله وړاندې په ياده سيمه کې د استوګنې لپاره شاوخوا دوه نيم زره نومرې د شېرشاه په نوم له يو تن څخه وپېرلې.

د ده په وينا، دغه ځمکه په اصل کې د پخواني پاچا محمدظاهر د زوم سردارولي وه، خو سردار ولي د محکمې له لارې شېرشاه خپل وکيل ټاکلى او دغه ځمکه يې پلورلې ده.

خو دى وايي چې څه موده مخکې د نوروز په نوم يو تن د دې ځمکې د ملکيت دعوه کړې او په دې اړه يې د ملي امنيت شورا ته شکايت ورکړى دى.

د هغه په وينا، پوليسو اوس د سيمې خلکو ته ويلي چې د نوروز د عريضي او د ملي امنيت شورا د پرېکړې له مخې په دې سيمه کې د کور جوړولو حق نه لري.

د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي ګل خان هم د خاکسار د خبرو په تاييد وويل چې دوى شېرشاه ته ورغلي او دغه موضوع يې ورسره شريکه کړې ده.

هغه وويل: “شېرشاه موږ ته وويل چې تاسو خپل کار وکړٍئ، دغه ځمکه زما ده، هېڅوک يې کار نه شي درولى او که څوک په دې برخه کې کومه دعوه لري، نو له ما سره دې محکمې ته ولاړ شي، له تاسو سره بايد کار ونه لري.”

ګل خان وايي چې د سيمې خلک به د سر په بيه له خپل حق څخه دفاع وکړي؛ ځکه چې خلکو دغه ځمکه پېرلې او ځينو يې کورونه هم پرې جوړ کړي دي.

ده دا هم وويل چې پوليسو له خلکو غوښتي چې په دې سيمه کې له خپلو کورونو ووځي؛ ځکه چې دغه کورونه د ملي امنيت شورا په امر ړنګوي.

هغه زياته کړه: “په ٧ لکه روپۍ مو ځمکه اخيستې، ډېرې پيسې مو پرې لګولې دي، کورونه هم په سمه نقشه دي، هره کوڅه يې ١٢ متره ده، هيچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ کورونه وران او يا هم موږ کور جوړولو ته پرې نه ږدي.”

يادو لاريون کوونکو پژواک ته د شېرشاه د وکالت او د ځمکې د پېر عرفي قبالې هم ښکاره کړې.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کابل د امنيه  قوماندانۍ او کورنيو چارو وزارت له وياندويانو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

خو د پوليسو يو چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک ته وويل، چې په ياده سيمه کې د کورونو جوړولو د مخنيوي په اړه امنيت شورا پرېکړه کړې ده.

دى وايي چې دغه پرېکړه پوليسو ته د څارنوالۍ له خوا سپارل شوې او پوليس موظف دي چې عملي يې کړي.

ده هغه څرګندونې ناسمې وبللې چې ګواکې پوليسو د يادې سيمې خلکو ته د هغوى د کورونو د ورانولو په موخه له کورونو د وتو امر کړى دى.