منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د ولسمشر لومړي مرستيال اړو کسانو ته وينه ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٣): د ولسمشر لومړي مرستيال د خپل دفتر له ٣٠٠ ساتونکو او کار کوونکو سره يو ځاى د وينې د ورکړې په داوطلبانه کمپاين کې ګډون کړى او ټولو کسانو ١٥٩ زره سي سي وينه ورکړې ده.

دغه مطلب نن د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر کنشکا ترکستاني پژواک خبري اژانس ته څرګند کړى دى.

د هغه په وينا، د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د وينې د ورکړې پر مهال ويلي چې له دې وروسته به په هرو درېيو مياشتو کې د ټپيانو او وينې ته د اړتيا وړ کسانو د ژوند د ساتنې او بشپړتيا لپاره وينه ورکړي.

دوستم له نورو خلکو هم غوښتي چې له اړو کسانو سره د مرستې په موخه وينه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې د عاشورا په ورځو کې د وينې د راټولو کمپاين په لاره اچول کېږي. څو ورځې وړاندې د هېواد ولسمشر اشرف غني احمدزي هم د وينې په ورکولو سره په دغه کمپاين کې ګډون وکړ.

د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ډاکتر ثريا دليل نن د ولسمشر د لومړي مرستيال له لوري د وينې له ورکولو وروسته وويل چې راټوله شوې وينه به د وينې په بانک کې ساتل کېږي او د اړتيا پر مهال به اړو کسانو په ځانګړي ډول د جګړې او ترافيکي پېښو ټپيانو ته ورکړل شي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې په داوطلبانه ډول د وينې د ورکړې فرهنګ ورځ تر بلې په ډېرېدو دى.

د سږ کال د عاشورا په ورځو کې د وينې د راټولولو د کمپاين پر مهال د هېواد په مرکز او ولايتونو کې له دوه ميليون سي سي ډېره وينه راټوله شوې ده.

ډاکتران وايي، کوم کسان چې له روحي او جسمي پلوه سالم وي، عمر يې له ١٨ کلنۍ تر ٦٥ کلونو پورې وي، وزن يې له پنځوسو لوړ وي او د وينې له کمښته رنځ نه وړي؛ وينه ورکولى شي.

د روغتيايي متخصصينو په وينا، سالم سړى په هرو دريو مياشتو کې او هر سالمه ښځه په څلور مياشتو کې يو ځل وينه ورکولى شي.

د دوى په وينا، د سالم انسان بدن په ډېره کمه موده کې د وينې د بېرته اخيستو وړتيا لري او د وينې ورکړه د وينې ورکوونکو کسانو ته د ښه اکسېجن اخيستو لامل ګرځي.