ژبه

په شمالي ولايتونو کې زلزله وشوه

(پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٣): د افغانستان په يو شمېر شمالي ولايتونو کې نن ماښام زلزله شوې ده.

دغه زلزله د افغانستان په وخت نن ماښام په ٦:١٥ بجو شوې، چې د سرپل، فارياب، جوزجان او بلخ ولايتونه يې لړزولي دي.

زلزله د ريشتر ٥،٢ درجې وه، خو تر اوسه پورې يې د تلفاتو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

ورته موضوع