تالقان (پژواک ٢ ليندۍ ٩٣): د تخار ولايت چارواکي وايي چې يوې ٢٢ کلنۍ نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
ځايي چارواکو ويلي چې دې نجلۍ ٢٢ کاله عمر درلود او د تخار پوهنتون د انجينري پوهنځي د څلورم کال محصله وه.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن درې بجې د تالقانو ښار د نهر چمن په سيمه کې رامنځته شوې ده.
اسير وويل، چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي
د تخار ولايت د ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر کفايت سليمي وويل چې دغې نجلۍ د تومانچې په وسيله ځان وژنه کړې ده.
هغه وويل ،چې دا نجلۍ د تخار پوهنتون د انجنيري پوهنځي د څلور کال محصله وه.