Language

تخار کې د يوې کورنۍ غړي مسموم شوي

تالقان (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه  ٩٣): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز تالقانو کې د يوې کورنۍ ټول غړي مسموم شوي ، چې په کې ښځې او ماشومان هم شته.

د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تخار مرکز تالقانو ښار اړونده په ګاومالي سيمه کې د يوې کورنۍ غړي چې پلار، مور، لور او زوی دي مسموم شوي دي.

ده وويل: (( د تالقانو په ګاومالي سيمه کې تېره شپه اته نيمې بجې د يوې کورنۍ ټول غړي چې څلور ته کېږي مسموم شوي ، په مسموم شويو کې  مور، پلار، زوی او لور شامل دي. تراوسه د پېښې څرنګوالی او علت نه دی معلوم.))

اسير وايي چې د پېښې په اړه د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

نوموړی زياتوي چې مسموم شوي کسان نن سهار د تالقانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په همدې مهال بيا د تالقانو د ولايتي روغتون مشر ډاکټر کرام الدين وکيل زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې مسموم شوي کسان د درملنې لپاره نن سهار دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

وکيل زاده د مسموم شويو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بولي او وايى چې پېښه غذايي مسمومت تشخيص شوې.))

نوموړی زياتوي چې دغه کورنۍ د ماخوستن ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شوې ده.

دا چې د دغې کورنۍ په دېک کې چا مسموم کوونکي مواد اچولي که څنګه دا به له څېړنو وروسته معلومه شي.

Related Topics