ميدانښار ( پژواک ٢ مرغومى۹۳): چارواکي وايي چې د ميدان وردګو ولايت شاوخوا ۸ زره ښوونکو ته د کابلبانک د کمزورو کړنو له امله د درې مياشتو معاشونه د هغوى بانکي حسابونو ته نه دي حواله شوي.
د ميدان وردګو د پوهنې رييس فضل الرحمن طارق د مرغومي په ۲مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دغه ولايت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو شاوخوا ۸ زره ښوونکو ته د درې مياشتو معاشونه تردې دمه نه دي ورکړل شوي .
نوموړی زياتوي،د دغو ښوونکو د معاشونو ټولې چارې د دغه ولايت له مستوفيت او افغانستان بانک څخه بشپړې شوي ، خو په دغه ولايت کې د کابلبانک د کارکوونکو د کمښت له امله د ښوونکو ياد معاشونه پاتې دي.
هغه وايي :(( تر دې وړاندې ښوونکو ته نغده تنخوا ورکول کېده،خو له کله چې دوی ته لارښوونه شوې،چې د بانکي حساب له لارې دې دا چاره ترسره کړي،په دغه ولايت کې د کابلبانک څانګه تر دې دمه يادو ښوونکو ته د بانکي حسابونو په پرانېستلو هم نه ده بريالۍ شوې.))
طارق وايي ، سلګونه ښوونکي د مګړۍ له ولسواليو څخه د معاشونو اخيستلو په موخه مرکز ميدان ښار ته راغلي ، خو د کابلبانک د ټکنيو کارونو له امله دوی زرګونه افغانۍ لګښتونه ترسره کوي،چې مياشتنۍ زياته تنخوا يې په دغه برخه کې مصرفېږي .
د پوهنې رييس وايي ، که دغه چاره همدا ډول دوام وکړي،نو د ښوونکو د سرګردانۍ ترڅنګ به دوی درې يا څلور ورځې په خپلو ښوونځيو کې هم د معاشونو اخيستلو په موخه غيرحاضري وکړي .
نوموړی زياتوي ، په ميدان وردګو ولايت کې د کابلبانک کارکوونکو شمېره کمه ده او د بانکي حساب جوړونې په موخه يې يو مامور په دنده ګومارلى،که څه هم د دوی په غوښتنه يې له مرکز څخه د کارکوونکو د زياتېدو غوښتنه کړې وه،خو مرکزي ادارې ورسره هم په دغه برخه کې مرسته نه ده کړې .
طارق وايي په دغه ولايت کې د کابلبانک يوه څانګه ده او کارکوونکي يې کولی شي،چې په يوه مياشت کې شاوخوا ۷ زره تنو ته معاشونه ورکړي،په داسې حال کې چې په دغه ولايت کې يواځې شاوخوا ٢٠ زره نظامي او ملکي مامورين د دغه بانک له لارې معاشونه اخلي .
د پوهنې رييس غوښتنه وکړه،چې د کابلبانک اداره دې د دغه ولايت کې په ولسواليو کې کوچنۍ څانګې جوړې کړي،ترڅو ياده ستونزه هواره شي .
د سيداباد ولسوالۍ د خالد بن وليد لېسې ښوونکي محمدظاهر پژواک ته وويل چې د درې مياشتو معاشونه يې پاتې دي.
هغه وايي، د پوهنې رياست يې د ميدان ښار کابلبانک څانګې ته استوي او هغوی يې کابل ته د ستونزې حل په موخه لېږي، خو ستونزه يې لا هم همداسې پاتې ده.
نوموړي زياته کړه : (( په تګ راتګ مې د يوې مياشتې تنخوا تللې اوس مې د کرايې لپاره له چا پيسې پور کړې دي،څلور ورځې کېږي،چې ځم او راځم او دلته مو کار نه کېږي.))
هغه وايي که دولت يې غم ونه خوري نو ښايي په راتلوونکي کال کې ګڼ شمېر ښوونکي له دندو استعفا ورکړي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه په ميدانښار کې د کابلبانک له څانګې نظر واخلي، خو هغوى سره اړيکه ونه نيول شوه.
خو د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل،چې دوی د يادې ستونزې د حل په موخه ولايت مقام ته په دغه ولايت کې د کابلبانک مسوول ورغوښتی وو،چې هغه هم دوی ته د کارکوونکو له کموالي سرټکاوه.
نوموړی زياتوي چې د ياد بانک مسوول ورته ويلي، په دغو ورځو کې کابلبانک په ټول افغانستان کې خپل حسابونه تصفيه کوي، نو ځکه مرکزي اداره ور سره د کارکوونکو په زياتوالي کې مرسته نه شي کولی .










