Language

پوليسو يونيم ټن نشه يي توکي ترلاسه کړي

تالقان-لښکرګاه (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣): د تخار او هلمند ولايتونو امنيتي مسوولينو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې اووه کسان له نږدې يونيم ټن نشه يي توکو سره نيولي دي.

په هلمند کې سرحدي پوليس وايي چې په دوو بېلابېلو عملياتو کې يې څه کم يو ټن نشه يي توکي او ورسره په تړاو يې درې کسان او دوه موټر نيولي دي.

په دغه ولايت کې د سرحدي پوليسو د ۶۰۴ زون رييس ارکان مل پاسوال حميدالله صديقي د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې منسوبينو يې ۱۱۵ کيلوګرامه ترياک او ۸۷۰ کيلوګرامه اومه چرس ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه چې ترياک د خانشين ولسوالۍ په اوښ غاړه سيمه کې له يوه پيکپ موټر څخه ترلاسه کړي او ورسره په تړاو يو تن نيول شوى دى.

دغه راز صديقي وايي چې چرس يې يادې سيمې ته نږدې په يو بل کمين کې په يوه لنډ کرويزر موټر کې له دوه تنو سره يو ځای نيولي.

رييس ارکان وايي چې قاچاقچيانو غوښتل ياد نشه يي توکي پاکستان ته ولېږدوي، خو سرحدي پوليسو يې مخه ونيوه.

صديقي زياته کړه، دوی په سرحدي سيمو کې خپل کمينونه او ګزمې ډېر کړي چې له امله يې د قاچاقبرو تګ راتګ د پخوا په پرتله کم شوی دی.

د يو بل خبر له مخې، په تخار کې هم امنيتي مسوولينو د ٤٣٧ کيلوګرامه نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړى دى.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک اژانس ته وويل چې ياد نشه يي توکي په دوو موټرو کې بار شوي وو او له بدخشانه بلخ ولايت ته لېږدول کېدل چې د تخار د پوليسو له خوا ونيول شول.

هغه زياتوي چې له دې توکو سره په تړاو درې کسان نيول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.