منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

خيبر ايجنسۍ کې يخنۍ دوه افغان ماشومانې مړې کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۴ کتنې

کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٣): د يوې افغان کورنۍ دوه ماشومان چې خپل هېواد ته پر لاره وو، په خيبر ايجنسۍ کې د سختې يخنۍ له امله مړه شوي دي.

پاکستانۍ رسنيو د سلواغې په ٤مه خبر ورکړى چې دغه افغان کورنۍ د پاکستان له ازاد کشميره بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو په حال کې وې.

سرچينې زياته کړې، دغه کورنۍ چې د خيبر ايجنسۍ جمروډ سيمې ته رسېدلې، نو شپه يې په شاګۍ ساحه کې شوې او په دې سيمه کې د يخې هوا له امله دوه نجونې چې يوه يې يوکلنه او بله پنځه کلنه وه ، مړې شوې دي.

د خيبر ايجنسۍ چارواکو ويلي چې دغه کورنۍ په يوه تراکتور کې راغلې وه او په هغه کې يې شپه تېروله چې د يخنۍ له امله يې ماشومانې مړې شوې دي.

چارواکو ويلي چې تر دې پېښې وروسته ځايي مسوولينو له دغو کورنيو سره په خوندي ځاى کې د شپې تېرولو همکاري وکړه او پرون سهار د تورخم په پوله واوښته.