منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

”د نورستان لپاره د پوليسو اضافي تشکيل له منځه نه وړل کېږي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٣): د نورستان سرپرست والي وايي چې د دغه ولايت لپاره د ٨٥٠ پوليسو اضافي تشکيل له منځه نه وړل کېږي.

سرپرست والي حافظ عبدالقيوم د سلواغې په ٦مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د نورستان لپاره په ١٣٨٨ لمريز کال کې٨٥٠ اضافه پوليس ورکړل شوي وو.

هغه زياته کړه: ((موږ په ټول نورستان کې د ١٩ سوو په شمېر پوليس لرو ، هلته يوازې يو کنډک ملي اردو شته خو نور سرتېري نه لرو، تېره اوونۍ مې له ولسمشر غني سره په دې اړه د اندېښنې شريکې کړې او هغه ژمنه وکړه چې دا تشکيل به پر خپل حال پاتې شي.))

سرپرست والي زياتوي، څه موده مخکې د کورنيو چارو وزارت پرېکړه کړې وه چې د پوليسو دا اضافي تشکيل د معاشونو د کموالي له امله له منځه وړي.

هغه اندېښنه وښوده: ((که بيا هم دا شمېر پوليس له منځه يوړل شي پر امنيت به ډېره بداغېزه ولري.))

د نوموړي په وينا، د نورستان او ورڅېرمه ولايتونو د امنيت لپاره اړينه ده چې د افغان سرتېرو شمېر نور هم ډېر شي.

حافظ عبدالقيوم د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې وروستيو جګړو او پوځي عملياتو ته په اشارې وويل: ((د دانګام ناامني پر نورستان اغېزه لري؛ ځکه د کامدېش او برګمټال ولسوالۍ ورسره په ګاونډ کې دي، خو د سختو واورو له امله دا وېره کمه ده چې له هغه ځايه دې طالبان نورستان ته را واوړي.))

د نورستان د سرپرست والي په خبره، د شرقي نورستان لويه لاره له تېرو نهه کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او هيله ده چې امنيتي ارګانونه په دې سيمو کې عمليات وکړي.

د ده په وينا: ((د کامدېش او برګمټال په لاره وسله وال طالبان حاکم دي، لاروي له موټرو ښکته کوي، مامورين پرې تګ راتګ نه شي کولاى او سوداګريز توکي پرې په اسانۍ نه شي انتقالېدى.))

حافظ عبدالقيوم وايي، د دې لارې د خلاصېدو، د امنيتي سرتېرو د ډېرولو، په نورستان کې د پرمختيايي او رغنيزو پروژو په اړه يې ولسمشر غني او امنيت شورا ته خپله طرحه ورکړې خو هغه دا طرحه تشريح نه کړه.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په تېر کلونو کې د نورستان مامورين په لارو کې د ناامنيو له امله تر ډېره په ننګرهار او کونړ کې پاتې کېدل، خو اوس دا ستونزه هواره شوې او ټول حکومتي مامورين په نورستان کې له خپلو ادارو چارې تنظيموي.

د نورستان سرپرست والي په ياده مرکه وويل چې که ولسمشر يې پر ځاى بل والي معرفي کړى نو نوى والي بايد له ځايي خلکو سره ښې اړيکې جوړې کړي او د سيمې د امنيت لپاره خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.