منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:06 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

وسله والو په ننګرهار کې د نجونو يو ښوونځى پر بمونو الوځولى

· 1 دقیقه لوستل · 120 کتنې

جلال اباد ( پژواک، ٩ سلواغه ٩٣ ) : ناپېژاندو وسله والو په ننګرهار کې يو ښوونځى پر بمونو الوځولى او بل يې زيانمن کړى دى.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په هسکه مېنه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د علم او پوهې دښمنانو د يادې ولسوالۍ د شپلۍ د نجونو ښوونځي د ساتونکو سترګې تړلې او بيا يې له ودانۍ بهر پر سړک اچولي وو.

د نوموړي په وينا، وروسته وسله والو د ياد ښوونځي ودانۍ پر بمونو الوځولې او ويجاړه کړې يې ده.

شينواري وويل چې وسله والو د ياد ښوونځي تر څنګ د همدې سيمې د هلکانو د لېسې د ودانۍ هندارې او ا لمارۍ هم مات کړي او دفتري اسناد يې شيندلي دي.

نوموړي زياته کړه چې وسله وال تر يادو کړنو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دى اخيستى.

محفوظ الحق کاکړ