جلال اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۳): چارواکي وايي چې افغان او پاکستاني سرتېري د وسله والو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره د ډيورنډ کرښې دواړه غاړو ته هم مهاله عمليات پيلوي.
د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسين خېل له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې افغان او پاکستاني پوځي پلاوى په دې تګلاره هوکړې ته سره رسېدلي او اوس د دغو عملياتو د څرنګوالي پر طرحه کار روان دی.
د يادونې ده چې د افغانستان د سرحدي پوليسو يو پلاوى دوه اوونۍ مخکې پاکستان ته په سفر تللى و او له ځايي پوځي چارواکو سره يې د ګډې پولې پر امنيت خبرې کړې دي.
حسين خېل چې په دغه پلاوي يې ګډون درلود، وايي: ((د ولسمشر د سپارښتنې له مخې مو دغه سفر کړى و او له پاکستاني پوځي مشرانو سره مو ليدنې وکړې، په دغو ليدنو کې ژمنه وشوه چې د ګډې پولې پر دواړو غاړو به همزمانه عمليات ترسره کېږي.))
د نوموړي په وينا، کله چې دا عمليات کېږي دواړه خواوې به يې پلانوي، هغوى به په خپلو او دغه لورى په خپلو سيمو کې همزمان عمليات پيلوي.
هغه وويل هم مهال عمليات به د سيمې پر امنيت ښه اغېزه ولري.
حسين خېل زياتوي: ((هر لوری به په خپله ساحه کې عمليات کوي، موږ خپل مشران لرو، د هغو د هدايت پر بنسټ او د دولت پاليسۍ به په نظر کې نيسو او عمليات پيلوو.))
نوموړي وويل، دا هوکړه تر اوسه نه ده عملي شوې او د عملي کېدو لپاره يې د دواړو هېوادونو پوځي مشرانو د عملياتو د ځرنګوالي پر تګلاره کار پيل کړی دى.
دى وايي: ((د عملياتو طرزالعمل به وليکل شي او بيا به پرې خبرې وکړو.))
د سرحدي پوليسو دغه چارواکي زياته کړه چې په ياده ناسته کې دواړو لورو ژمنه کړې چې له خپلو هېوادونو به وسله والو ته اجازه ورنه کړي، څو پر دې کرښې تګ او راتګ وکړي.
د ده په وينا: ((د خيبر د همغږۍ مرکز چې موده مخکې تړل شوی و، بيا فعالېږي، موږ او هغوى ته يې د فعالولو هدايت شوی، دغه مرکز چې فعال شي نو کشفي راپورونه به هم سره شريکوو، کله چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې مشکلات پيدا کېږي، نو معلومات به سره شريکوو او مقابل لوری به پرې خبروو.))
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې له پاکستانه په دې برخه کې د همکارۍ تمه کېدای شي وويل: ((موږ وايو چې دښمن مو مشترک دی او هغوی هم وايي چې دښمن مشترک دی، نو وګورو چې دا ژمنې په عمل کې پلي شي.))
حسين خېل وويل افغان لوری له پاکستاني لوري سره پر خپله ژمنه ولاړ دی، چې هېچا ته به اجازه نه ورکوي څو له افغان خاورې د ګاونډيانو پر ضد کار واخلي.










